An official website of the United States government
Here's how you know
A .mil website belongs to an official U.S. Department of Defense organization in the United States.
A lock (lock ) or https:// means you’ve safely connected to the .mil website. Share sensitive information only on official, secure websites.

Statement - Pashto

Statement - Pashto | Nov. 2, 2018

د بشري مرستو په اړه د رُکبان کډوالو کمپ ته د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانې اعلامیه

CENTCOM

تمپا فلوریدا: رُکبان کډوالو کمپ ته د بشري مرستو د ځنډ په اړه د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانی ویاند بل اربن سمندري کپتان اعلامیه 

د متحده ایالاتو د امنیت تضمین سره سره روسیه یو ځل بیا د رُکبان داخلي بی ځایه شویوکډوالوکمپ ته د بشري مرستو دملاتړ لیږد  له دمشق څخه رد کړ او د روسیې لخوا ملګرو ملتونو ته متناقضی ادعاګانې وړاندي شوي. اوس شرایط ددې مهمو مرستو لپاره مناسب دي چې د رُکبان خلکو ته ورسیږي چیرته چې حالات ډیر خراب او سخت دي. دا د روسیه او د اسد رژیم په کمپاین کې وروستي برخه ده تر څو لویدځ په عمدي، غیرمسولانه، مخرب، ناوړه او ناسمه معلوماتو کمزوری کړي.

په سوریه کې دجګړې په ترڅ کې متحده ایالاتو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوادارو، اوله غیر دولتي سازمانونو سره په رُکبان سوریه کې پراخي مالي او عملیاتي مرستې کړي دي. متحده ایالات او ملګري یې د امنیت نیولولپاره چمتو دي تر څو د ملګري ملتونو اړینې د بشري مرستو کاروان کمپ ته ورسیږي.